Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗». Author Afzal Shauq
وْ او دَ سګرېټ دانه ورسپارلو ورسته چي يې په څو غټو لُوخړَكو كي څنګه ختم كړو ، نو بس ته ختلو ورسته راته واي ..
" راځه هلته شاته به كښېنو"
" ولي نه .. درځه"
او دواړه دَ شاته په دوْو سيټانو باندي كښېنستو تر ډېره پوري دواړه چپ وْ ، خو چي ځينو ملګرو بيا بيا شاته كتل شروع كړو، نو هغه واي ..
" دا خلګ څله تر شا ګوري ؟ "
" كېدلى شي چي هغوئ تا زما... ګڼي"
ما چي څنګه دَ هغې دَ تنګولو په نيت دا خبره وكړه، نو دې په اوږه باندي دَ ناز څُوك راكولو سره سم په خندا كي وَ وئيلو..
" شاعر يې ، ځكه خو.."
لا به يې مخته څه وئيلو، چي بس ناببره په يوې جټهكې باندي دَ يو بل بس وَ شاته وَ درېدو او مسټر رچرډ ارومرو زموږ دَ ډرائيورانو په رنګه له ځان ځان سره دَ هغه بس والا ته شكنځاوي څْه شروع كړې ، چي جوْنا هم وَرته وَرسېده
دَ اېډنبرا څخه دَ وتلو سم دستي ورسته اوس زموږ بس په فورتهـ روډ باندي مخته روان څه وْ ، چي په شنو لوړو ژوَرو كي په تك تور روډ باندي ګولۍغوندي رهي وْ دَ ليوګېسټن نامي ټاوْن سره په څنګ كي دَ تېرېدو په وخت جوْنا دَ يوې كړيكي ورسته وئيلو..
" هېلو مائي ډېر سليپنګ چلډرن"
دا خبره څه وه ، چي په بس كي غوغا جوړه شوه او چا په كي دَ ماشومانو غوندي دَ ژړا چپغي، چا شپېلكي او چا خپړي ..، خو زياترو ښځو په كي " ممي ممي.. ډئېر ممي" غوندي نارې دَ كورس په انداز كي هم وهلې لاكن جوْنا هم له چا كمه نه وه .. سمه به راپورته شوه او له هكلو سره به يې دَ وړې انجلۍ غوندي ټوپونه وهل غرض دا، چي په موټروي M 8 باندي په يوې ګنټهې كي دننه دننه ګوا درې بجې خواته موږ دَ ګلاسكو، چي دَ برطانيې دريم نمبر غټ ښار دى په دنګو پلازو او دَ جديدو بلډنګانو تر منځه په هوارو او پراخوسړكونو باندي مخته روان وْ
" ګلاسكو، چي دَ يوي غټي بندرګاه په چپه دَ فولادو او كېمياوي ادوياتو دَ كارخانو سره سره دَ مشهورو يونيورسټيانو، لكه ګلاسكو يونيورسټۍ او سټريتهـ كلائيډ يونيورسټۍ له سوبه په درستي نړۍ كي لوى نوم لري"
جوْنا چي دا خبري كولې، نو بس هم دَ يو ښائيسته هوټل چي كنګز ډين پارك هوټل نومېدلو وَ مخي ته وَ درېدو هو دا وْ زموږ دَ نن دَ شپې استوګنځاى
" په كال 1450 كي جوړ شوى دغه تاريخي ښار ګلاسكو په ځان كي دننه ډېري زړخوښياني لري"
له بس څخه دَ كوزېدو په وخت، ګوره چي دا خبره جوْنا څله دَ يو ملګري دَ پوښتني په ځواب كي وكړه او كه يي موږ دَ دې ښار دَ تړلو ګنډو په پرانستلو پارَولو
_____
" دَ ګلاسكو مېن اومشهوره ټاوْن ، چي ورته دَ ګلاسكو زړه هم وئيل كېږي St.Enoch Centre نومېږي چرته چي دَ غټو شاپنګ پلازو، ماركېټونو او په فټ پاتهونو باندي دَ رش په چپه هرقسمه زړخوښياني وَ دې ښارته راغلو مېلمنو ته ښه راغلى واي له دې خبري دَ دې علاقې دَ اهميت اندازه كېدلى شي، چي هلته دَ 750 موټرانو دَ پاركنګ پرته هم ګاډياني دَ روډونو په ځئيو باندي پارك شوي ښكاري او دَ ښار دَ هري برخي ټرېن ورته راځي"
دا هغه خبري وې ، چي دَ هوټل يو مزدور له ما سره زما بېګ تر خوني پوري وړلوپه وخت وكړې خو اوس چي لا لمر ولاړ وْ، نوما غوښتلو، چي دَ دباندي تر تګ له مخه دَ خپل مات او ټوك ټوك بدن دَ بېخي ضرورت په سمه دَ دې هوټل په بيوټي تهراپي سېنټر كي مساج په چا وكړم لاكن زما له بده بخته دَ هوټل يوازينۍ سېنټر چي “ Karen Anne At The Dean Park Hotel” نومېدو نن بند وْ كه مي څه هم دَ كېرن سره دَ هغې په فون خبري وَ شوې، خو وخت يې نه راكولو نو ځكه دَ خپلي پښتني هوډي په سمه دَ هوټل څخه كيڼ لاس په هغي لور روان شوم ، چرته چي دَ هوټل دَ يوReceptionist له قوله نيږدې يو دوه مساج سېنټران په كي شته
په نيمه لاره كي چي مي څنګه دَ روډ په هغه بله ځئ باندي يو بېخي زوړ او روائتي سكاټش طرز جوړ يوازينۍ بار،چي په ځنګل كي ولاړ دَ پريانو كور ښكاره كېدو دَ عكس خوندي كولو ورسته چي مخته ګامونه اوچتَولو،نو دوې پېغلي چي يوې شين جينز او بلي لانګ سكرټ برسېره پراخه توده ګنجۍ اغوستى وه زما لاره ونيوله او راته واي ..
" زموږ فوټو اخلې..؟"
" دَ څه دپاره.. ؟"
دَ هغوئ دَ پوښتني په ځواب كي چي مي لږ په سخته روئيه بيرته له هغوئ پوښتنه وكړه، نو په هغو كي په درختي وړه پېغله واي ..
" بيا به موږ ورباندي يادَوې "
" دا نو اوس كمه داسي لويه خبره ده ؟ "
او چي څنګه مي په كېمره كي خوندي كړې ، نو هغه بله دنګه انجلۍ رامخته شوه او واي ..
" يو تصوير له ما سره يوازي هم .."
په زړه كي مي وئيلو،چي دا لا نوره ښه خبره ده كېمره مي هغې بلي ته وركړه او دا راسره داسي چيخلى وَدرېدله ، لكه زه چي دَ هغي كه نور هيڅ نه،نو"هغه" خو يې خامخا يم او دغسي له هغي بلي سره چي هم په ريكارډ باندي څنګه راغلم،نو دنګي پېغلي لاس راكولو ورسته وئيلو
" زه نتاشا سارا يم او دا زما فرېنډ كېلي نومېږي"
" ماته شوق واي "
لاس مي سم ورڅخه راټول كړى لا نه وْ، چي دنګي نتاشا پوښتنه وكړه
" چرته روان يې ؟ "
" دې نيږدې ټاوْن ته مي دَ چكر وهلو نيت كړى دى"
" لاكن دې وخت خو دلته دَ بارونو او كېفوګانو په چپه هر څه بند دي ... ولي له موږ سره په هغه مخامخ كېفې بار كي توده كوفي نه څيښې ؟ "
دا خبره چي يې څنګه كوله ، نو زما دَ خوښي ناخوښي معلومولو بغېر دواړو تر لاس وَنيولم او دَ هغه كېفې په لور يې بوتلم كه څه هم ماته معامله څه ګړبړينه محسوسه شوه خو په نره ورسره ځكه ولاړم ، چي ځان سره مي وئيلو..
" ځه شوقه! دغه لا ښه موقعه ده دَ دې پېرنګيانو دَ فطرت تلني"
خو په زړه زړه كي مي له لويه خُدايه دَ پړدې او دَ سر او ساماني تاوان ژغورنه هم غوښتله لاكن چي څنګه څنګه وخت تېرېدو شوق دَ نتاشا په اوږدو او دَ ګڼو زولفانو په دام كي ورګېرېدلو لګيا وْ
دَ كېفې بار څخه دَ راوتلو ورسته درې واړه ملګري په يو بس كي دَ ډاوْن ټاوْن په خوا بيا روان وْ لاكن دَ كېفو، سنېك بارونو او برګركېفو په چپه بله داسي زړخوښي نه شوه رانصيب ، چي خپلي دغه حُوري مي پرې هېري كړي وى نو هم ځكه ډېر ژر بيا هغوئ بيرته له ما سره په يو بل بس كي زما دَ هوټل په خوا په دې سوب رارواني وي ، چي كېلي زما دَ خوني واش روم دَ حاجت له لاري په كارَول غوښتلو
" زه به خامخا په اوويشتمه نېټه په لندن كي دَ خپلي خور سره ليدلو ورسته ستا دَ راښول شوي پتې په سمه تا سره دَ ليدلو هڅه كوم"
دَ هوټل په لابي كي دَ خداى په اماني كولوپه وخت باندي چي يې خپل باړخو زما له غوڅي سره ومُوږلو، نو دا خبره يې داسي وَ كړه ، لكه دا چي هم اوس دَ زړه په رنځ اخته شوي وي او بيا له كېلي سره له هوټله چي وتله ، نو بيا بيا يې شاته دَ كتلو سره داسي لاس راته شورَولو لكه هغه چي دَ دي هر څه پرته هم دَ همېش دپاره رخصتېږي
_____
او كيسه وم هم دغسي ګوا چي زه څنګه خپلي خوني ته راغبرګ شوم ، نو دَ څو لمحو ورسته مي په منډه منډه بيرته دَ لابي تر كاونټره ځان ورسوَلو او اوس به مي لا وَ كاوْنټركلرك ته دَ هغوئ په حقله دَ غلا رپورټ وركولو.. چي نتاشا له ډكي خلې خندا سره دَ هوټل په لويه دروازه باندي په غټو ګامونو راننوته او راباندي يې ژغ وكړو
"هاى .. بحښنه غواړم ، هلته ستا په خوني كي زما يو شئى پاته شوى دى"
او دَ لاس څخه يې نيولى خوني ته په تېزو قدمونو بوتلم بيا راته واي ..
" يو شئى مي هم نه دى پاته شوى .. مازي مي دا ستا دَ خوني واش روم په كارَولو"
او په خندا خندا باندي وَ باتهـ روم ته ننوته كه څه هم دَ دې بيرته راتګ دَ ځان په هغه شك باندي خندَولم، خوله حقيقته يې هم انكاري كېدلى نشوم ولي چي زما دَ ګهړۍ او پاس پورټ په چپه لا نور نه وم خبر، چي څه څه پورته كړل شوي وْ نوځكه چي دا له باتهـ رومه راوَوته ، نو مي په سخته لهجه كي ورڅخه پوښتنه وكړه
" تاسو هم غلا كوئ ؟ چي ځانته دَ نيمي نړۍ باداران واياست .. هله شاباش زما شيان را واړَوه"
" دا څه واې ،كوم شيان زما دوسته ؟ "
هغه چي په ډېر اعتماد څنګه انكاري شوه ، نو له خُوسې ورته سور او شين شوم
" لعنت دي ستاسي په دې نامه شي .. زه نور نه يم خبر بس زما ګهړۍ او پاسپورټ را واړَوه"
خو دا وه، چي راته موسېدله او واي ..
" دا دواړه شيان خو ستا په واش روم كي اوس اوس ما وَليدلو، چي پراته وْ"
" په واش روم كي ...؟"
ما په حېرانتيا چي دومره له خلې وتلو ، نو هغه واش روم ته ننوته او درې سره شيان يې په لاس كي اخيستي له ځان سره راوړل او په سخته لهجه كي يې په كټ را وَغورځول او واي ..
" د ا څه دي ؟ كه ستا نه دي ، نو دَ چا دي؟ "
" لاكن .. لاكن دا خو ما په دې سائيډ ټېبل باندي ايښي وْ .. غُسلخانې ته څنګه وَرسېدلو؟ "
هو، كه څه هم په خپل ګمان كي زه صحيح وم ، خو معذرت مي ورڅخه وَغوښتلو او ژر ژر مي دَ پېپسي ډك ګلاس مخي ته وركښېښولو دا كه څه هم اول دَ څيښلو په مُوډ كي نه وه ، خو بيايې زما په زد په غاړه باندي واړَولو او دَ څو ارژيانو ايستلو ورسته دَ مودو مودو دَ يو اشنا په رنګه په مينه مينه رُخصت شوه او زه يې شرمنده غوندي په خوني كي يوازي پرېښَولم خو چي تله ، نو بيا يې هغه خبره داسي وَكړه ..
"زه بل سبا له خور سره ملاقات دپاره لندن ته خامخا ځم هڅه به كوم ، چي درسره وَ وينم په ټاكل شوي نېټه "
او دا چي څنګه لاړه ، نوما نور نور ځان په خيال كي ورته ملامتَولولګيا وم ، چي يو دم شپږم حِس زه دَ يو بل شك په سمه باندي په خوني كي سردوباره په ګرځلاوْ او خپلو نوروڅيزونو په كتلو مجبوركړم له واش روم څخه دَ شېمپوګانو په چپه چي كوم شي زه په سر نيولو مجبوره كړم هغه زما بټوه وه ، چي دَ سفري وړوكي بېګ څخه غائبه وه لاكن بېخي زيات پرېشانه ځكه نه شوم ، چي ما نن مازيګردَدباندي وتلو له مخه پيسې ورڅخه ايستلي وې
شكرايستلو سره سره مي سركه په دې ناروا پېښي يوې بلي خواته ښورَولو، نوله خلې څخه مي چك چك دَ نتاشا په چټ پېغلتوب او دَ هغې دَ حُوري وزمه ښائيست باندي هم وتلو
او زما په

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)