Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗». Author Afzal Shauq
.. ځه ورپسې، چي لاراكُوك شكي شي درباندي"
" لاكن لارا به ما څنګه ويني؟ هغه خو دلته نه شته"
ما چي څوكه غوندي داسي ورته وَوئيلو، نو ميرنا پوښتنه وكړه،
" څه خاص خبره ده ، چي له موږ څخه يې پَټوئ ؟ "
" يَه خاص خبره نه ده .. زه غواړم ، چي دباندي په چكر شم"
" لاكن خيال كوه ، داسي نه چي .."
ميرنا دومره وئيلو ورسته ماته اجازه راكړه او زه په تېزو ګامونو دَ هوټل له غټي دروازې څخه وَوتم او په هغې خوا روان شوم ، په كومه چي ونېسا روانه وه اوس هغه له مخه زه ورپسې لكه جاسوس او شاشاته هم ګورم ، چي لارا كُوك هم راپسې سترګي لګولي دي او كه مازي وخت خرابَوم يو وار لا په زړه كي دا خبره راغله ، چي بيرته غبرګ شم بيا مي وئيلو، هغه دَ لارا دَ غولولو پلان به مي خطا شي نو ځكه روان وم په مخه او شاوخواته مي هم كتلو لګيا وم يو وخت چي مي ګهړۍ ته پام شو، نو څه ګورم ، چي له هوټله راوتلو ورسته ما قريبًا درې پاوْه مزل كړى وْ او دې وخت زما په چپه دوه سړيان نور وْ، چي په دې بل فټ پاتهـ روان وْ نور هيڅوك تر ليري ليري پوري نه ښكاره كېدو ځكه بيرته راغبرګ شوم په خپلو پلونو
اوس به هوټل ته رسېږم . . اوس به رسېږم په دې هيلي كي مي په تېزو قدمونو كه دا وَ وايم، چي تر ګنټهې زيات مزل وكړو، نو غلط به ځكه نه يم، چي دې وخت زه يوې داسي كېفې ته رسېدلى وم، چي ورسره خواكي يې يوه ډسكو هم وه ډېر ستړى شوى وم په دې سوب خو مي كېفې ته پښې ورسمي شوې او هلته په يوه كونج كي مي توده كوفي چي څيښله ، نو يو څو مېزونه مخكي درې سړي او يوه ښځه دومره په زوره زوره ژغېدلو، چي دَ نري موزيك خوند يې هم ګار كړى وْ ژر ژر مي كوفي غړپ كړه او په كاوْنټر ولاړ ځوان په راښول شوي سمت مخته روان شوم نو زما له ښه بخته چي زه څنګه هوټل ته ننوتمه ، نو ونېسا هم دغه وه ، چي ګوره له كومه راروانه وه په هوټل پراګاكي تر ما له مخه ننوتله
" شوقه! تاسو چرته دا ټوله شپه تېره كړه ؟ "
لارا كُوك دَ شپې دولس بجې خواته په ټېليفون ، چي دا پوښتنه وكړه، نوما په رسېور لاس ږدلو ورسته زما په خوني كي ناستو فليپينو ملګرو ته څوكه وئيلو..
" لارا كُوك ده په لائن .. تاسو چپ كښېنئ او ګورئ چي څه تماشې ورباندي كوم"
او بيا مي ورته په فون كي له سړې ساه ايستلو ورسته وَوئيلو..
" له ما دا مه پوښته ، چي څه مي كولو؟ بلكې دا پوښتنه وكړه ، چي چرته چرته لاړو او څه څه مي نه وكړو"
" ما ډېره هڅه درپسې وكړه، خو تاسو مي رېډ هېنډډ نه وَ نيولاست او راڅخه ورك شولاست"
" ښه نو ته راپسې لكه جاسوسه ګرځېدلې ؟ "
" هو.. له ما سره يو بل هم وْ "
" مبارك .. چي تا هم اّخير يو پيدا كړو څوك وْ، هغه بدقسمته، چي له تا غوندي بدي انجلۍ سره يې .."
او زما پوره خبره يې لا نه واورېدله ، چي فون يې بند كړو ما وئيلو، چي خود لكه چي خفه شوه او ملګرو ته مي مخ را واړَولو اوس به موږ تبصره په دې اړه كوله ، چي بيا يې فون راغلو او په خندا كي واي ..
" له ما سره وېلينا وه او اوس هم راسره ناسته ده.. خبري ورسره كوې؟ "
" هو.. ولي نه؟ "
او بيا وېلينا په لائن راغله او په خندا خندا كي واي ..
" ته په رښتيا له هغې سره مينه كوې؟ "
" له چا سره .."
" ښه اوس يې پېژنې هم نه"
مخته يې ګوره چي په خندا كي څه وَ وئيلو، چي دَ دواړو پېغلوخوږې او له مستۍ ډكي كړيكي مي تر غوږه شولې او بيا يې فون، چي څنګه بيرته وَ لارا ته وركړو، نو ما هم بدله په داسي وئيلوكي ورڅخه واخيسته
" ستا په ياد دي ، چي ما او تا شرط لګولى وْ ؟ "
" شرط ؟ هو.. نو بيا"
" بيا.. نو هغه جرمانه راكړه، چي ما غوښتي وه "
دومره چي مي ورته وئيلو،نو هغې په ځاى دَ غصې په خندا كي وئيلو..
" ډېر اړام يې شوقه "
او ټېليفون يې بند كړو ما چي رسيور ږدلو، نو روني رامخته شو..
" وايه په اّخير كي يې څه درته وئيلو او كومه جرمانه تا غوښتي وه ؟ "
ما چي څوكه غوندي هغه دَ جرمانې په باب ورته حال څنګه تېر كړو، نو هغه داني په ډېره حېرانتيا تپوس وكړو ..
" نو بيا هغې څه وئيلو؟ "
" هغې فون بند كړو او بس"
" يَه يَه حال راكړه ، چي په دې باب يې څه وئيلو"
روني چي ضد شروع كړو، نو مي په ټوكي كي ورته وئيلو، چي
" هغې وئيلو.. ډئير شوق! دَ سر په سترګو"
او له دې سره سم درې واړه ملګرو تر يوه نيمي بجې پوري ناست يوې بلي خواته خبري كښَولې بيا چي هغوئ كله بيرته خپلو خونو ته ستون شولو، نو ما دا واقعه په ډائرۍ باندي اړَولو ورسته دَ نن ورځي دَ انساني همت او صلاحتونو په رڼا كي دَ "معجزه" تر عنوان دلاندي يو وړوكى نظم هم په كاغذ واړولو
_____
" واي چي هسپانيان بوره ډېره خوري او په خواړو كي يې خوږلت زيات وي "
راسره په څنګ چوكۍ كي ناست پاټ لېن ، هغه بل اړخ ته په چوكۍ باندي ناستي مايئنې شېلا اوډلې ته چي دَ بس روانېدلو په وخت دا وئيلو، نو ما هم ورسره خبره منلو ورسته وَ وئيلو..
" هو.. خواړه خو يې خواږه دي او خپله خو هم دا خلګ بد نه دي "
" ښه خندني او دَ ښې روئيې خلګ دي ، خو كه دا دَ پيسو دپاره يې هر څه په داوْ باندي دَ ږدلو خوُيي نه درلودلى، نو نور به هم ښه وى..."
اوس به لا ما مخته دَ هغه خبره كښوله ، چي دَ ميرنا دَ سهار سلام ورسته مي دا تر غوږو شولو، چي
" دا دَ مېډرډ زړو ټاوْن دى"
" دومره ژر بيا راوَرسېدلو؟ "
ما چي دا خبره دَ ميرنا دَ اعلان ورسته له خلې وتله، نو موږ دَ انتونئيو لوپيز روډ څخه ښه مخته راغلي وْ او اوس زموږ بس دَ زاړه ټاوْن، چي سېنټرل ټاوْن هم نومېدو كي دَ مئير پلازه په يوه تنګه كوڅه كي پارك كېدلو لګيا وْ
په مئير پلازه، چي په كي په سلاوْ دوكانونه وْ كي شاوخواته ګرځېدلو ورسته په دې پلازه كي دننه موجود ټوْرزم سېنټر ته ورچپ شوم او دَ سټي مېپ تر لاسه كولو ورسته ، چي ورڅخه دباندي راوتم، نو مي دَ فليپينو ملګرو سره سم كائيكو هم ملګري شوه او ټول دَ يو نيږدې چرچ كتلو په نيت مخته روان شولو چرچ كه څه هم ډېر پخوانى وْ، خو داسي بې غوره بيا هم نه وْ، لكه زموږ دَ لاهور تاريخي ورثه ، چي زياته په خاوري كېدو ده له چرچ څخه وتلو په وخت كائيكو پوښتنه وكړه،
" دا چرچونه تاسو ته څه دركوي؟ "
" هغه چي شوق ته يې ماجتان وركوي"
داني چي په ځواب كي داسي وئيلو، نو دَ هغې سر لكه چي نه شو خلاس او بيا پوښتنه كوي ..
" ما او شوق خو دَ چرچ ننداره كوله تاسو دوْ هلته مخته په بېنچونو باندي ناست څله سرونه ځڼولي وْ ؟
" عبادت مو كولو "
داني چي دا توري له خلې ايستلو، نو داني ورته په فليپينو كي ګوره چي څه وَوئيلو، چي دواړو وَخندلو او خبره په هغه ځاى ځكه پاته شو، چي موږ دَ اوپېرا سره جوخت لاندي په مېټرو سټېشن كي وَ ګرين لائن ټرېن ته ختلو لګيا وْ او دا زيرزميني ټرېن دَ Chueca , Gran Via , Callao نامي درې سټېشنانو څخه تېرېدلو ورسته چي په Alonso Martinez سټېشن كي څنګه تم شو ، نو ورڅخه كُوز شولو او بالا مځكي ته راوَختو دا علاقه په اول نظر نوي علاقه راته وَمونېدله
يو وخت دَ برطانيه دَ سفارت خانې سره په څنګ كي دَ تېرېدلو په وخت داني واي ..
" په اروپا كي دَ اېشيا په شان بازارونه نه شته ، تشي پلازې دي يا بيا دَ يوې نيمي كوڅې په سركي چرته جوړ دوكان يا كېفې"
" هم ځكه خو په سكون دي "
ما چي لا دومره وئيلو، نو روني واي ..
" او بل پرېشر هارنونه هم ما په اروپا كي چرته نه واورېدلو"
" دا پرېشر هارن څه ته واي؟ "
كائيكو چي جاپانۍ وه په حېرت پوښتنه وَ كړه،
" دا هغه شى دى ، چي تا كله هم نه دى اورېدلى نو ځكه به دي سر هم نه شي ورباندي خلاس"
او په دې خبره چي هغوئ ټول كله خندا ته وَجوړېدلو، نو ما هم خپل ښكار پيدا كړو ګوا دَ مطالعې دَ ضرورت په سمه يو ډله ، چي په كي درې پېغلې او څلور ځوانان وْ راڅرمه شو خو عجبه خبره دا وه، چي په هغو اووْ كسانو كي تش دوه داسي وْ، چي يوڅو ټكي لكه ګوډ مارننګ.. نو..يس.. ګو..كم.. زده وْ او خوند خويې لا هغه وخت وكړو، چي كله يوه ځوان له ما زما دَ ملګرو په مخ كي دَ نوم پوښتنه داسي وكړه..
" وټ از مائي نېم سر ؟ "
زما په ځاى روني ورته را مخته شو او زما په لور اشاره كولو ورسته ورته واي ..
" مائي فرېنډ ... يور نېم شوق شوق "
مخته هغوئ په خپلو او موږ په خپلو كي كړيكي ګډَولو ورسته مخته څنګ په څنګ روان شولو څه مخته دَ هغه ګروپ يوه انجلۍ ماته په اشارو واي ..
"دلته په هسپانۍ ژبه كي چي څوك له چا پوښتنه كوي ، چي " ستا انګلسي زده ؟ نو داسي وايه
? Habla Usted Ingles"
بس بيا نو څه وْ، چي موږ ټولو دا فقره په هر چا باندي چسپَوله او خوندونه مو ورباندي اخيستلو ګوا، چي چا به لږ ډېره وئيلى شوى، وئيل به يې ..
" Si Usted Ingles " ګوا " هو.. زما زده ده انګلسي"
دَ چا چي به نه وه زده، نو هغه به وئيلو..
"No Comprehendo Ingles " يَه زما نه ده زده انګلسي"
لنډه دا، چي په دې علاقه كي چي ښه ستړي شولو، نو بيرته دَ Martinez په مېټروكي په ګرين لائن ټرېن كي يو غټ سټېشن ، چي Munez de Balbao نومېدو كي بالا مځكي ته څنګه ورچپ شولو نو يوه پېغله هسپانۍ كوچۍ وَ داني ته داسي ورڅرمه شوه ، چي كه څه هم بيا بيا هغه ورته لاسونه جوړه كولو.. خو هغه وه، چي په خبره نه پوهېدله او ورسره سره روانه وه او څه يې ورڅخه غوښتلو لګيا وه څه ؟ په دې موږ نه وْ خبر ، خو دَ داني خوار په ماشومه روئيه مو خندلو او بلكې روني به لا داسي هم ورته وئيلو..
" دې وَ پېژندلي .. او خود ته لكه چي چرته په اروپا زموږ په پټه ملاوْ شوى يې ورسره "
داني به هم وَخندلو او وئيلو به يې ..
" لاكن اوس خو مي ورڅخه خلاس خو كړئ "
ښه ډېر چي مي دا مېله انجواى كړه، نو كائيكو ورمخته شوه او هغې انجلۍ ته ديكه وركول ورسته يې دَ داني تر

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)