Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗». Author Afzal Shauq
دوست جوړ شوى وْ هېډ فون په غوږو كي لګولى وْ او سندري يې اورېدلي
لس بجې خواته موږ دَ لوي لاري په يو هوټل، چي نيږدې يې غټ پټرول پمپ هم جوړ وْ مخي ته چي څنګه له بس څخه راكښته كېدلو، نو ميرنا موږ درو ته څوكه غوندي وَوئيلو..
" خپل خپل حاجت هم پوره كړئ او په هغه مخه مخامخ ټرالر كي بې پيسو شو هم خامخا وګورئ "
" بې پيسو شو…؟ "
دا سوال زما په مزغو كي ځواب بېخي ژر هغه وخت وَموندلو، چي دَ هغه ټرالر په مخ سيټ كي، چي پړدې ورباندي راايله وې خو له كونجه يې يوه سپينه پښه لږه لږه په هوا كي الوتي را ښكاره شوه او زما ملګرو هم هغه پښه وَليدله نه يوازي دا ، بلكې لږ لږ ټرالر هم ښورېدلو
"خود لكه چي هغه ټرالر دَ زلزلې په زد كي وْ ؟ "
له دې سوچ سره سم په رېسټورېنټ كي كوفي څيښلو ورسته چي بيرته دَ بس په لور له ملګرو سره ور روان شوم، نو په سائيډ كي له ولاړ هغه ټرالر څخه دې وخت يوه چټه ژېړسري ښځه او نرى ځوان اُستاد داسي راكُوزېدلو، لكه مېړه او مائينه چي وي .. نور مخته خداى خبر
" څنګه وه مېله ؟ "
ميرنا چي موږ دَ بس په لور وربللو ورسته دا پوښتنه وكړه، نو روني ورته واي ..
" ښه وه، خو دومره هم ښه نه .."
هغه به لا نور څه وئيلو، چي ميرنا هغه دَ بس په لور وَدېكلو او په خندا كي ورته واي ..
" په داسي حال كي دغوني مېله هم ډېره ده"
او بس يو ځل بيا دَ Somosiera Pass په تنګو او پراخو ناوْ كي مخته منډه وهله او ښه مخته ، چي موږ دَ lerma نامي دَ تكو ژېړو بامونوټاوْن څخه مخته وتلو، نو ميرنا وئيلو..
" بورګوس ټاوْن له دې لېرما څخه په 35 كلوميټره واټن باندي دى بورګوس سوړ ټاوْن دى او ګرمي يې په خوا لا نه راځي .. او كه راځي هم، نو په 25 جولائي كي راځي او په 26مه جولائي بيرته ځي"
يو ځل بيا بس په ځنګلي سيمه كي رهي وْ چي ميرنا ژغ وكړو..
" كوټونه او مفلران تيار ساتئ .. زياته بورګوس ټاوْن را رسېدونكى دى "
بيا نو څه وْ، ملګرو دَ يخو هواګانو په زد داسي تياري شروع كړه، لكه اوس چي به په سائبېريا كي وركُوزېږي او موږ چي دا تيارياني كولې، نو كيڼ لاس ته Madrigal Town هم شاته پاته كېدو لګيا وْ
*****
هغه ښار وْ.. كه مات بنګړى ؟
دَ ګهړۍ ستني چي څنګه دَ غرمې يولس بجو ته وَرسېدلې ، نو دَ بورګوس ټاوْن ، چي دَ شمالي سپېن په اولډ كېسټيل نامي سيمه كي اّباد دى پئيل شو دَ وړو غټو او هسكو پلازو دې ښار له روډونو سره په څنګ څنګ چمنيان هم داسي په خوند لګولي شوي وْ، چي په لومړي نظر كتلو بيا سړى په دې وئيلو، پارَوي ، چي
" واه .. څومره دَ خوند ښار دى؟ "
اوس موږ دَ دې ښار وَ منځني ټاوْن ته لاره لنډَوله ، چي ميرنا وئيلو..
" تاسو دَ بورګوس ښار تاريخي عظمت دَ دې ځاى دَ ړزَو كلا وزمه ودانيانو او ماڼيانو څخه ښه لګولى شئ دا دَ كېسټيل صوبې صدرمقام دى او دلته په دولسمي صدى كي دَ ګاتهك ګرجا غوندي بلډنګ جوړېدل څه كمه خبره نه ده ، چي په درستي جنوبي اروپا كي تر ټولو ښائيسته ګرجا بلل كېږي "
دا خبري په كېسټ باندي څپ كولو سره سره مي په هغو تورو تمبو كي هم چُړت بند وْ ، چي دَ بلبونو په ځاى په كي څراغونه راځڼېدلو له دې څخه داسي برېښېدو، لكه دلته چي ډېر پخوا هم دَ سټريټ لائټ انتظام وْ
" زموږ وَ كيڼ لاس ته چي كوم كلاوزمه بلډنګ وْ ، هغه پخوا قېدخانه وه او اوس دَ يو هاسټل په توګه په كارَول كېږي"
هو ، ګائيډ هم سمه خبره كوله ، ګوا هغه كلا اوس هم جېل ته مونېدله دَ زاړه شي څومره اهميت دى؟ دَ دې سوال هر ځواب كه څه هم په پښتني سيمو كي چرته او كله هم نه .. خو دلته په اروپا كي په هر دويم ګام پيداكېږي ګوا دلته زوړ شى ، په زاړه حالت كي دَ ساتلو رواج دَ اروپايانو قامي خوئيه ده او هغوئ له خپل پرون سره مينه كوي او هڅه كوي ، چي خپله رښته نه وَشلوي ورڅخه
" دَ ژوندي قام لويه نخښه هم دغه وي، چي غړي يي له خپل پرون سره اړيكي ساتي نه چي دَ پښتون په رنګه.... كوم چي په زړَو باندي خاوري اچَوي او نوي په كارَوي نه ځكه خو له قامه قوميت او له قوميته دَ قبيلو په لور روان دى "
دا سي خبري چي مي په مزغو كي ګردانولې، نو موږ دَ ګاتهك كلا له دننه څخه كتلو ورسته دباندي خواته دَ ميرنا په رهنمائي كي په پښو باندي تګ كولو ته وَجوړېدلو لګيا وْ او بيا ډېر ژر په تنګو كوڅو كي هغه له مخه او موږ ورپسې وْ هلته شاپنګ سېنټران وْ ، چي په زاړه طرز جوړو دوكانو پوري يې اړه لرله نو دغه وجه وه ، چي دلته زموږ په چپه هم په درځنو نور سېلانيان ګرځېدلو
يو وخت چي موږ په دې كوڅو كي يوې بلي خواته وَ وېښل شولو، نو زه په اېډرين او وېلينا، چي دې وخت ونېسا هم ورسره وه كي ور وختم ما نه غوښتلو، چي ورسره ملګرى شم ، لاكن اېډرين په كلك ست مي غړى ورته واچولو او ورسره روان شوم او لږ ساعت ورسته بيا موږ په يو زاړه طرز جوړ رېسگټورېنټ كي دَ يوه مېز شاوخوا ناست وْ
" مينو ستا په خوښه ده نن"
" ولي؟ "
" هغه ځكه چي ته نن زموږ مېلمه يې"
وېلينا، چي دَ اېډرين دَ خواست په ځواب كي زما دَ سوال ورسته داسي وَوئيلو، نو ما مينو ونېسا ته وړاندي كړه
" نو بيا دَ ونېسا خوښه زما خوښه ده "
او ونېسا كه څه هم ځان پېچلو، خو اّخير يې منلو ورسته وېټر ته خوراكي مينو ور تېره كړه
" ماته داسي ښكاري ، لكه ته چي دَ سېلاني طبعيت سره سره دَ دوستيانو كولو هم شوق لرې؟ "
" هو.. لاكن نن سبا دوستان ډېر ټائم پاس غوندي روئيې لري "
ما چي دَ وېلينا دَ يرغل په ځواب كي دَ توپ خله دَ ونېسا په خوا ور واړَوله ، نو هغه وَموسېدله او دَ څه ردعمل ښكاره كولو په ځاى يې خبره كه څه هم بلي خواته واړَوله ، خو په خبره كي يې زما دَ خبري ځواب هم مستور وْ.. وئيلو يې،
" كائيكو نه برېښي نن سبا، ګوره چي چرته ده ؟ "
كه څه هم دې خبري ښه ډېر زور راكړو، خو همت مي وكړو او ورته وئيلو مي ..
" وي به چرته .. دَ دوستانو كمى خو په دې ټرپ كي نه شته "
" ځكه خو ته دوستان بدلوې"
ګوره چي نن بيا دَ وېلينا څه... كېدو، چي په وار وار يې ګوزارونه راباندي كولو
" دوستي دَ ايثار نوم دى او هر څوك داسي نه شي كولى ، ځكه خو دوستان بدل رابدل شي څنګه شوقه؟ "
" ولي ته هم ګرځې په نوي دوست پسې كه څه ؟ "
او دَ وېلينا دَ دې سوال برسېره چي دَ هغې خپل بوائ فرېنډ اېډرين داسي پوښتنه ور څخه وكړه ، نو موږ ټول خندا ته داسي وَجوړېدلو، چي بيا خبري هم په بله ولاړې او په خوند خوند مي ډوډۍ وَخوړله او له رېسټورېنټه وَوتلو هو، بيا په هغو تنګو كوڅو كي، چرته چي موږ ځانونه تر ډېره پوري دَ بورګوس په ماضي كي سنجَولو لګياوْ
_____
بورګوس ښار چي شاته پاته كېدلو، نو هر يوه بيا بيا شاهد چي په دې وجه ورته كتلو، چي زړه دَ هيچا نه منلو، چي بيا به ورته راچپ شي اوس يو ځل بيا موږ دَ شنو وړو او دَ غټو غونډيانو په لوړو ژورو كي مخته رهي وْ اودَ قدرت په حسينو نندارو مو خوندونه اخيستلو
څه مخته دَ Mirando نامي ټاوْن ، چي په يوې ناوې كي جوړ وْ، څخه په څنګ چي تېرېدلو، نو ميرنا وئيلو..
" دَ سپېن خلګ هم دَ غواوْ ساتلو په پرته دَ مالدارۍ ډېر زيات شوق لري .. او اسان هم ساتي خو دومره نه ، چي انګلش خلګ يې لري"
له دې ميرانډو ورسته ځنګلي سيمه بيا په رقم رقم ونو باندي زموږ سترګي خوږَولې او يو نيم ځاى مو دَ پوُسونو رمې هم تر سترګو شولې او اوس سان سباشئين نامي ساحلي ښار چرته چي به موږ نن شپه تېروْ ، دَ ګائيډ له قوله اوس نيږدې دى او ډېر ژر به ورته وَرسېږو نو ځكه خو هغې مخته وئيلو..
" په سان سباشئين كي چي په كوم هوټل كي موږ استوګنه كوْ ، هغه دَ سمندر په څنده اّباد هغه ساحلي ښار دى ، چي ورته خلګ په ګرميانو كي له ليري ليري راځي او دې ته شاهانه ښار هم وئيل كېږي لاكن دا خيال كوئ ، چي دَ لمر پُټېدلو ورسته يوازي هلته ساحل ته ورنه شئ ولي چي دَ ګنډكپانو پرته نوري پېښي هم ممكني كېدلى شي "
او بيا چي په ناوْ كي يوې بلي خواته دَ كاسموس بس يو وخت رك دَ سان سباشئين په ښار ورګډ شو ، نو ميرنا په سپيكرانو كي واي..
" مسټر شوق! دا خبره ښه نوټ كړه ، چي يوازي به هلته دَ سمندر څنډي ته نه ځي خوكه ځې هم نو راته وه وايه ، زه به درسره لاړه شم يا به بل څوك درسره كړم ..."
دې لا خبره سرته نه وه رسولي، چي اراده مي هلته دَ شپې وَ خواته دَ ورتللو په دې باندي پخه كړه ، چي ما خپل ذهني تجسس ليري كول غوښتو هو ځكه چي داسي موقعې خو بيا بيا نه راځي
" واه .. دا خو شاعرانه ګودر دى"
له بس څخه چي له ملګرو سره كښته كېدم ، نو مي په زړه كي داسي خيال سر راپورته كړو او زه هم هوټل كوډينا ته وردننه شوم دَ خوني كيلۍ اخيستلو ورسته داني راسره په څنګ شو او واي ..
" كه ځې هم هلته ، نو موږ به درسره لاړ شو"
" ګورو به ، چي څه كېږي .. لا خو اول مازيګر دى"
ما به لا دا وئيلو، چي جاپانۍ پېغلي كائيكو چي دې وخت زموږ په مابېن كي راسره روانه وه ، په وړه غوندي لهجه كي موږ ته واي ..
" اوس كه تاسو ځئ ، نو ما هم له ځان سره بوځئ "
" هو ځو به .."
روني هم ورسره خبره خوږه كړه،
" لاكن اوس به يې څه خوند وي ؟ خو، خېر لاړ به شو"
او بيا په هوټل كي بېګونه خوندي كولو ورسته موږ څلور سره ملګري هلته هغه مات بنګړي وزمه ساحل ته ورچپ شولو، چرته چي په اوبو كي دننه دوې وړې جزيرې داسي ښائيسته برېښېدلې، لكه دا چي حقيقت نه،بلكې دَ يو اّرټسټ په لاس جوړ منظر وي..يا دَ ښكلا مات بنګړى
دلته په ژېړ او پاسته رېګ باندي دَ غزېدلو او تر خپلو ښه ډېره ګپه كولو ورسته ، چي بيرته روان وْ، نو ما شا شا ته ځكه كتلو، چي ځانته مو له اوسه دَ سېل او ناستي ځايونه غوره كولو او له دې ساحل

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)