Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗». Author Afzal Shauq
/>
" تاسو كه په مېټرو كي ځئ ، نو لاړ شئ زه خو په ټېكسي كي ځم ولي، چي دا غټي كڅوړي خو به خلګ په موږ پسې كړي او دَ كائيكو چم به راباندي وشي"
دا يې لا سم نه وْ وئيلي، چي كائيكو يې ملګري شوه او موږ هم يو بل ته كتلو ورسته دَ هغوئ په صلاح شولو او په دوْ ټېكسيانو كي دَ خپل هوټل په لور ورچپ شولو او لمر لا ولاړ وْ، چي بيا خپلو خپلو خونو ته رسېدلي وْ
_____
" ته څه لټوې؟ زه ستا كومك كولى شم "
دَ هوټل كواليټي اٍن په څنګ كي جوړ څلور باميزه پلازې كي دَ خوراكي شيانو اخيستلو په وخت، چي يوې پېغلي تر ما ځان رارسَولو ورسته څنګه دا پوښتنه وكړه، نو مي په زړه كي وئيلو، لكه چي خود هېلپره ده نو ځكه ورسره تر خپل مطلبي شيانو پوري، چي مي څنګه ځان رسولو، نو هغې دَ خوږې موسكا ورسته پوښتنه وكړه،
" ته يوازي يې؟ "
" هو يوازي يم .. ولي؟ "
ما چي داسي پوښتنه وربيا كړه ، نو هغې مي لاس نيولو ورسته په سترګو كي سترګي داسي را واچولې ، لكه زه او هغه چي په دې درست ډيپارټمنټل سټور كي يوازي وْ لاكن حقه دا وه ، چي دې وخت سټور له درځنو خلګو ډك وْ
" دا څه كوې؟ "
لاس مي ورڅخه كښولو ورسته چي دا وئيلو، نو هغې څوكه غوندي راته هغه خبره وكړه ، چي زه يې دلته ليكلى ځكه نه شم .. چي داسي نه دَ بداخلاقۍ تور راباندي وَتپلى شي نو هم ځكه خو دا كيسه په دې لاندېنئيو خبرو تمامَوم ..
" ما خو دا ګڼلو، چي دا په ښكاره غاوره فرانسويان به ځانته تول دروند لري او په نه څه به تول نه سپكوي خو دلته په پېرس كي دَ درستو فرانسوي روئيو په باب تر ډېره هانده كه خبر نه ، نو دومره وئيلو هـڅوال ضرور كړم ، چي وَوايم .. فرانسويان كه څه هم ښه خلګ نه يادېږي ، خو دَ پيسو په بدله كي شونډي موسولو كي هم ساري نه لري"
نن شپه كه څه هم دَ ټولو ملګرو په چنده يوه الوداعي ډنر اهتمام شوى وْ لاكن زه ځكه نه وره غلم ، چي ماته خوب راتلو او ما نه غوښتلو، چي لباسي شم او خله دَ زړه دَ خوښي برعكس وَ ږغوم نو ځكه ما نن دَ زړه منله .. نه چي دَ مزغو او دا ورستى شپه مي دَ رقم رقم خوږو او ښائيسته خوبونو په ټاپوګانو كي دَ سهار په لور دَ خپلو خوائشاتو په سمه ديكه كوله لګيا وم
" زه څومره په ملګرو ګران يم؟ "
دا هغه سوال وْ ، چي كه څه هم تر خوب كولو پوري يې ځواب زه زړه ماتى كولم ، خو بيا چي مي دَ ټېليفون په زنګونو درې ځله سترګي خلاسي شوي، نو مي ځانته څه هيله پيدا شوه اودَ ورستي ټېليفون، چي دَ ملګري روني وْ ورسته مي بيا تر سهاره سترګه هم ځكه نه كړه پټه ، چي خوبونه مي تكميل ته رسېدلي وْ او زه نيمي شپې وخواته په كارډونو باندي دَ ملګرو په نوم په ورستئيو پېغاماتو ليكلو روږدېدلى وم ولي چي دې وخت ماته هم له دروازې لاندي څو پېغامونه راسپارل شوي وْ چي په كي دَ كائيكو او ونېسا دَ تفصيلي محبت نامو په چپه دَ لاراكُوك او لوري ويوار له مسخرو ډك كارډونه هم ګډ وْ
لنډه دا، چي كله ما هم ټول پېغامونه وَ ليكلو، نو كاريډور ته راوختم او رامعلومو خونو دَ دروازو دلاندي مي ملګرو ته پوسټ كړلو هو.. داسي لكه ماته څه، چي هر ملګري ته دَ ميرنا دَ خوښي په سمه سپارل شوي وْ دلته دَ يو نامعلومه ملګري له خوا زما په نوم يو كارډ داسي هم ليكل شوى وْ
" هاى شوق! "
ته كېدلى شې ، چي غلط پوهـ شوى يې چي هرڅه ډېر په زړه اخلي ګني حقيقت خو دا دى ، چي موږ فقط دَ يو څو ورځو دپاره سره ملګري شوي وْ او سبا چي دَ يو بل له سترګو ليري شو.. نو دا هر څه او وختونه به دَ يادونو په چپه بل هيڅ حېثيت هم وَنه لري
ستا ملګرى
نوم كه څه هم نه وْ ورباندي ، خو زما شك په روني باندي كېدلو ولي، چي سهار دَ ناري كولو په وخت روني داسي خبري په اشارو كي كولې لاكن چي بيا به مي هلته زما مخامخ په بل مېز ناستي ونېسا ته سترګي ور واړَولې، نو په زړه كي به مي دا خبره بيا بيا راتله ، چي كېدلى شي.. چي هغه ډېر بامانا ليك ماته هغې ليكلى وي، ولي چي هغې نن دَ نورو ورځو په مقابله ډېر ډېر او ډېر په مينه راته كتلو خو بيا هم زه شكي ځكه وم ، چي هغې ته خو ما هم ډېر مطلبي او ژور ليك ورسپارلې وْ .. هو په خپل نامه نو كېدلى شو، چي هغه زما دَ خوږو تورو له سحره نه وه راوتلي
چا وئيلو، چي هغه پنځه كارډونه برايه ترلاسه كړي وْ .. چا وئيل، چي هغه ته داسي داسي ليكلي شوي وْ .. او چا او چا خو لا داسي هم وئيلو، چي فلاني دا او فلاني داسي راته ليكلي وْ خو زه او زما نيږدې ملګري وْ، چي هيچا هم هيڅ نه وئيلو ولي، چي موږ چي هرڅه كړي وْ.. هغه موږ دَ احساساتو په رڼا كي كړي وْ دغه خو وجه وه، چي هر يوه وَ بل ته په وار وار ځكه كتلو، چي دانن خو هغه ورځ وه ، چي موږ يې بېلولو
_____
دَ پروګرام په سمه پاوْكم اتهه بجې سهار چي په بس كي كښېنتلو، نو په شمېر كم وْ، ولي چي څو ملګري، چي ونېسا هم وه په كي دلته په فرانس كي له موږ څخه بېل شوي وْ او چي څنګه بس مخته روان شو، نو مي په اّخيري ځل شاته ځكه وَكتلو، چي څو لاسونو موږ ته دَ خداى په اماني وئيله بيا چي مي په څنګ كي ناست روني ته پام شو، نو زما له سترګو هم اوښكي راايله شوې ولي، چي هغه په سرو سترګو باقاعده لكه ماشوم ژړلو په چا پسې او څله؟ دا هغه سوال وْ، چي ځواب يې نه وْ او عجبه دا، چي نن هر ملګرى چپ ناست وْ
" اوس به موږ په يوڅو ګنټهو كي دَ فرانس مشهوري بندرګاه ډنكارټ ته ورسېږو له كومه ځايه ، چي به دَ لندن په لور پېښه كوْ "
دَ ميرنا دا اناوْنسمنټ څه وْ، چي ټولو ملګرو يو بل ته سره وَكتلو كه هيچا هم هيڅ نه وئيلو، خو زړونه دَ ټولو په دې بېلتون خراب .. ضرور خراب وْ
ډنكارټ پورټ لا ليري وْ، چي روني زما له لاسه زما وړوكى ټېپ ريكارډر غوټه كړو او په ډېر جذباتي انداز يې چي خبري زما په نوم څپ كړې نو يې وَ داني ته حواله كړو او هغه هم زما په نامه مينه په تورو كي داسي رقم كړه ، چي اوس يې هم كله اورم ، نو داسي محسوس كړم لكه هغوئ چي له ما ليري نه .. هر وخت له ما سره سره ګرځي .. هو دَ سايې غوندي
كائيكو هم په خپلو ماتو ګوډو تورو كي زما په نوم ، چي كله خبري څپ كولې، نو ميرنا واي ..
" بس اوس موږ په يو څو دقيقو كي زياته ډنكارټ پورټ ته په رسېدلو يُو خو له دې خوابه كېدلى شي، چي زموږ دَ سامان تلاشي واخيستلى شي ولي چي فرانس په دې وار سخت هېواد او خلګ يې شكي مزاجه دي"
او بيا چي بس ډنكارټ پورټ ته وردننه شو، نو په لومړي ګېټ دَ عسكرانو په اشاره وَدرېدلو او درې عسكران بس ته راوختلو
" څوك يې؟ "
" پاكستانى يم"
پاسپورټ وركولو ورسته چي ما دا خبره څنګه وكړه، نو ټول په ما داسي راجمع شولو لكه زه چي يې له وركو غوښتلم او دا يم چي پيدا يې كړم مخته څه وْ، هر يوه سوالونه شروع كړو، يوه وئيل..
" چرته تللى وې؟ "
بل وئيلو..
" څله تللى وې؟ "
دريم خو تر دې هانده هم پوښتنه راڅخه وكړه، چي
" ډرګ دي راوړي وْ؟ "
نه يوازي يې داسي چپه او راسته پوښتني راڅخه كولې، بلكې زما سامان يې له پلټلو راپلټلو سره سره دَ سپيانو غوندي بُوى كولو هم او په خپلو كي داسي په پسخوندي انداز ژغېدلو، چي زما نوم او هغه ټول جوړ شخصيت يې زما دَ ملګرو په وړاندي خاوري ايرې كړو راته
نو ځكه ماته ځان دې وخت دَ خپل هېواد په حواله يو غل او ډاكو مونېدلو ولي، چي په بس كي ناستو ټولو ملګرو ماته ځكه كتلو، چي زه هغه يوازينى سړى وم ، دَ چا تلاشي چي داسي په سپَكاوي كېدله او بيا چي هغوئ څنګه له بس څخه خالي لاسه كښته شولو، نو دَ ميرنا همدرديانو او دَ ملګرو سوالونو زه دومره وړوكى كړى وم ، چي په په چيغو چيغو وَوايم ، چي ..
" زه دَ هغه هېواد غړى نه يم ، چي تاسو يې په ما پوري تړئ بلكې زه دَ هغه ځنګل اوسېدونكى يم، چي تر اوسه نوم لا نه ليري خو دى په دې ګلوب باندي او زه ځان دَ هغې دُنيا غړى ګڼم چي په كومي دُنيا كي تاسو اوسېږئ "
لاكن دې وخت هر څه زما له لاسه وتلي وْ او زه يو ځل بيرته له خپل نړيوال حېثيته دَ ځان په لور راغبرګ شوى وم
كه مي څه هم دې وخت ځان يكړ خوښ وْ او له ملګرو مي بېلېدل غوښتلو ... خو هغو ملګرو بيا بيا ماته ځانونه دَ خپلوۍ په احساس رانيږدې كولو څه ؟ چي زه يې له خپل ذاته بېرته دَ نړۍ او نړيوال سوچ په لور له ځانونو سره بوتللمه لګيا وْ هو، دَ هغوئ دَ زړونو دپاره به لا ما وه هم خندلو ...خو حقه خبره دا وه ، چي دَ زړه ماته شيشه مي بيرته رغېدله نه بلكې نوره نوره كړيچي كړيچي كېدله او ما له يې بېل بېل مخونه را اغوندلو
منم ، چي زما هېواد او خاوره هم زما په رنګه دَ هغو سخنو خلګو په سوبه تول په نړۍ كي سپك لري،چي دَ خپلو اغراضو پوره كولو دَ پاره هرڅه هرخه څه ؟ چي دَ قام او ملت په تندي داغ هم ږدلو ته چمتو ښكاري خو دې وخت زه دَ بادار وَ لمسيانو ته هم بېخي حريان په دې سوب وم، چي دَ يوه بد سړي په ګناه كي سل ښه سړي نيسي هو، ملامت نه دي ، هم دغو خو دَ انصاف تول چي وَ كوم عادل ته په لاس كي وركړى دى .. هغه خپله ړوند دى، لا يې په سترګو پټۍ ور تړلي ده
*****
دَ برمنګهم پېلس په لور ازغني درومي
غل نه وم ، خو دَ غله غوندي مي ځان دَ ملګرو له سترګو پُټولو- او ځكه خو دَ سېل څخه رابېل شوي مارغه غوندي يو بلي خواته ټپرېدمه لګيا وم - او بيا بيا مي ګهړۍ ته په دې سوب كتلو، چي ما ژرتر ژره غوښتلو چي دغه سېلي لائن نامي فېري ډوْر پورټ انګلېنډ ته وَرسېږي كه څه هم په لانچ كي دننه هر لور زړخوښياني وې او دباندي دَ انګلش چېنل دَ سمندر مستي څپې .. خو زړه مي

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)