Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗». Author Afzal Shauq
او سم لا درېدلى نه وم، چي لاس زما په اوږو باندي چا كښېښولو شاته چي مي وَكتلو، نو چُوي په شنه جينز او لېدر جېكټ كي په خلاسو ويښتو ولاړه وه
" هاى فرېنډ"
فرېنډ ؟ دومره ژر بيا داسي پېشرفت په زړه كي مي لا دا خبره سمه سرته نه وه رسولي، چي هغې له لاسه وَنيولم او لاندي يې مېټرو ته كُوز كړم په داسي تازيله ، لكه هغه چي ژر تر ژره ما هلته رسَول غواړي ، چرته چي دَ خوبونو تعبيرونه رښتيا كېږي او خبره وه هم دغه رنګه ، ولي چي زه او هغه بيا په نه وخت كي په ټرېن كي ناست ګوره چي په كومه روان وْ كه څه هم زه دې وخت په ګاډۍ كي ناست او هغه راسره په څنګ كي ولاړه وه ، خو لاس يې څوكه څوكه زما له اوږو دَ سر په لور داسي بيا بيا غزېدلو، لكه زه او هغه چي ..
خېر.. چي څنګه څنګه وخت تېرېدو، زه هم زړَور كېدم لګيا وم او كله چي ما او هغه هلته په يو سټېشن باندي له ټرېن څخه كُوزېدلو، نو مي له مزغو سره سره سترګو هم كار شروع كړى وْ ولي چي دَ لګېدلي بورډ په سمه دا كنګزكراس سټېشن وْ
" له دومره ليري ته راغلي وې ؟ خو ماته به دي فون كړى وْ زه به دلته راغلى وم "
هغې ماته سرتر پايه كتلو ورسته په موسكا كي وَوئيلو..
" لا خو نوى يې، چي كله په دې لارو لاړ را لاړ شې، نو به بيا خپله راځې "
دا خبره يې چي كوله، نو لاس يې په اوږه راته ايښى وْ
" زه دلته درې كاله مخ كي دَ تعليم په غرض راغلي وم او.."
په يوې كېفې كي مخامخ ناستي چُوي ، چي دومره وئيلو، نو يې سړه ساه داسي واخيستله ، لكه جوړه چي دلته چا په كي زړه اوبه كړى وي او بيا يې خپله خبره داسي مخته كښ كړه،
" .. هو تر شپږ مياشتو مي تعليم وَكړو، خو بيا دَ يو چا په ميني كي دومره لېونۍ شوم، چي هرڅه راڅخه پاته شو"
" هغه اوس هم تا سره اوسي؟ "
" يَه سائمن اوس له ما سره نه ، بلكې بلي پېغلي سره هغه لوبي كوي ..كومي چي يې له ماسره وكړې"
ما ځان مخته ورڅكولو ورسته پوښتنه ځيني وكړه هغې هم خلاس ژېړ وېښته له تندي ليري كولو ورسته په ډېر ژړَغوني انداز كي وَوئيلو..
" اوس زه دَ يوې بچۍ مور يم .."
او مخته يې هيڅ هم نه شو وئيلى ، ځكه يې نيږدې تېرېدونكي ټېبل بواى ته ور ژغ كړو،
" يو كپ كوفي بل هم .."
كه څه هم اوس دواړه چپ ناست وْ ، خو ما په زړه كي وئيلو..
" شوقه! دغه لا موقعه ده ، دَ اروپا او مغرب په حقله دَ خلګو دَ روئيو دَ پېژندني او كېدلى شي، چي دا هر هغه څه وَواي ، چي ماته مطلوب دي "
نو ځكه مي خبره داسي واړَوله ..
" نو دَ دې مطلب دا دى ، چي دَ دې ځاى خلګ دومره بې وفا دي "
" هو بېخي زيات .. بلكې دلته بې دَ كاروباره بل هيڅ داسي انساني احساسات او جذبات نشته ، چي انسان وَ انسان ته نيږدې كوي"
" لاكن په ښكاره خو دومره .."
" ستا مطلب ، ګوا ښه دي؟ "
" هو دغه مي مطلب دى"
چُوي دَ كوفي له دويم مګ څخه غوړپ كولو ورسته په پسخوندي غوندي موسكا كي واي ..
" دا چي ښكاري .. داسي دننه ګرسره نه دي، منافقت دلته بېخي ډېر دى او بلكې دلته چپ له ذاتي لالچه بل هيڅ نشته كه شته ، نو هغه ده دهوكه .. فقط دهوكه او لا دا، چي غېرانساني خويونه ، لكه سېكس او نفس ته ماته خوړَل"
" ستا مطلب له برطانيه دى كه ..؟ "
" يَه په تشه برطانيه كي هم نه ، بلكې هر هغه هېواد، چي دَ ترقۍ دعوه كوي"
چوي چي دا خبره كوله ، نو ماته هغه خپله هم دَ هغو په كتار كي ولاړه وَبرېښېدله ، چي په شُوكماري كي ساري نه لري خو بيا چي به مي ورته ښه په وړو وكتلو، نو به يې راته په څېره كي څه معصوميت هم ښكاره شو ما به لا نور خپل دغه سوچ مخته دېكلو، چي هغې بيا خله وَكړه او واي ..
" زما دَ اېشيا خلګ او په تېره مسلمانان ځكه خوښېږي ، چي سپين زړي او تر ډېره هانده مخلص دي په انساني روئيو كي"
او بيا يې زما په سترګو كي سترګي را اچَولو ورسته پوښتنه وَكړه،
" ته خو مسلمان يې؟ "
" هو مسلمان يم دَ لوى خداى شكر دى .. لاكن "
" لاكن دا، چي مسلمان ته له بلي ښځي سره داسي په اّزادۍ نه دي كښېنستل په كار.. ستا دا مطلب دى؟ "
" يَه دا هم نه بلكې .."
اوس به مي لا داسي ورته وئيلو، چي مسلمان يم ، خو كارونه مي اسلامي نه دي ، چي هغې وار لاس ته كړو او واي ..
" كله مي زړه راته واي ، چي مسلمانه شم، خو"
" خو څه .. نو بيا مسلمانه شه .. ځنډ څله ؟ دا خو نېك كار دى او په اسلام كي امن دى ، سوكالي او دَ دواړو جهانونو خوشالي هم لا جلا .."
دا خبره چي مي كوله، نو دَ دننه سړى مي څه غوندي مطمئين شو او ما هڅه شروع كړه ، چي بس اوس اوس ورباندي دَ حق كليمه وَوايم لاكن هغې راسره ګوره ، چي څله نه منلو..؟ او خبره يې يوې بلي خواته اړَوله بيا بيا يې وئيلو..
" شم به مسلمانه او حتمًا به شم ، خو دا يې لا وخت نه دى ولي چي زه اول اسلام او مسلمانان سټډي كول غواړم ، بيا به .."
هغې چي به داسي وئيلو، نو مابه په زړه كي وئيلو، چي
" بيا خو ، نو نه شوې مسلمانه ولي چي اسلام به دي خوښ شي كه دي وَلوستلو لاكن دَ نن مسلمانان او مسلماني روئيې به دي زړه مات كړي ولي چي .. هو، هغوئ خپله خو هم دَ مغرب په غېږه كي په خواږه خوب ويده شوي دي او دُنياوي خوبونه ويني لګيا دي "
مابه لا نور سوچ كولو، چي هغې راته په لاس چونډۍ راكولو ورسته وَ وئيلو..
" څه سوچ كوې .. ولي ته غواړې چي اوس اوس مسلمانه شم؟ "
ما به لا اوس ورته يو بهانه له خلې وتله، چي هغې زما په سترګوكي سترګي را ښخولو ورسته ژبه په سرواو نرئيو شونډو داسي تېره كړه ، لكه زه چي هغه دَ حق په لاره نه ، بلكې هغه ما په چپه لاره بوتلل غواړي ځكه خو زه هم محتاط شوم او بيا چي له كوفي شاپ څخه دَ هغې دَ كور په لور تلمه ، نو ما په لمنه هيڅ قسم داغ هم نه پرېښودلو هو، كه څه هم .. چي بيا خپل هوټل ته بيرته رسېدم ، نو نيمه شپه وه او لا ماته خوب نه راتلو ګوره چي له ډېري ستړيا او كه له داسي خيالاتو، چي سهارګا خواته مي " حقه دا، چي كه حق وايم .. خفه كېږې" تر عنوان دلاندي نظم هم كړو
مخته بيا څه وخت خوب په غېږ كي اخيستى وم ؟ نه يم خبر ، خو دا مي په ياد دي ، چي په دې بله ورځ مي سترګي په يولس بجې راخلاسي شوي وې او دَ تياري كولو ورسته مي يوځل بيا دَ شپې له يادونو سره سلسله ګنډلو په نيت دَ كنګزكراس په لور مخه كړي وه ګوا، كه مي څه هم دَ سبا ټرپ كنفرم وْ، خو دَ تيارۍ په باب دَ ځينو نورو پوښتنو دَ پاره ځوابونه ترلاسه كولو په بهانه او له ملګري چُوي سره دَ بيا ملاقات په غرض هم
نن چوي ، كه څه هم ډېره خوشاله وه ، خو دا يوه خبره يې بيا بيا ګوره چي څله كوله ، ګوا
" قسمت دَ انسان په لاس كي دى ، نه چي انسان دَ قسمت په رحم و كرم "
خو ما چي به هر څو ورته دَ قسمت په حق كي خبري په غټو دليلونو كولې، لاكن هغه وه ، چي يوه يې هم نه منله نو هم ځكه خو ورڅخه ورو ورو مايوسه كېدم په دې سوب ، چي هغې اوس يوه نيمه خبره څه ، چي ډېري خبري دَ حق دَ لاري دَ خلګو په باب داسي په واز كُومي كولې ، لكه هغه چي يې په هر څه خبره وي هم ځكه خو ، دَ پرون هغه مئينه نن په ما باندي وار په وار غمېدله لګيا وه او ما غوښتلو، چي ژر تر ژره يې بېرته په هغو لارو پرېږدم ، چي دا پرې روږدېدلي وه لاكن داسي په اّسانه هم نه، بلكې دَ دې هر څه پرته يې هم په تلكو كي ورګېرولو دپاره هڅي كه څه هم هغسي پرونۍ وزمه كولې، خو نن زه ورته بېداره شوى وم او نه مي غوښتلو ، چي نور نور يې په دام كي ورګېر شم ګوا كه څه هم دَ فرار لاري نه راته ښكاره كېدلې، خو هڅولم يې حتمًا تر هغه ساعته وم، چي مي ورڅخه خلاسون نه وْ موندلى
*****
انګلېنډ...كه دَ شېكسپئير دَ ډرامو كردارونه
دَ 21م اپرېل 1996ع سهار وختي چې ما دَ باتهـ روم په هنداره كي خپلې څېرې ته كتلي وْ ، نو بڼه راته هغسې پخوانۍ ښكاره شوى وه ګوا هرڅه مي وَ زاړه حال ته مونېدو، خو بس كه بدل وْ... نو هغه وْ دَ اِن سائيټ ټرېول كمپنۍ غټ او دغه ښائيسته بس ، چې په كي دَ ډرائيور او اسكارټ په چپه له ما سره 34 انټرنېشنل ټوْرسټان ، چې دَ نړۍ دَ بېلابېلو هېوادونو څخه يې اړه لرله دَ خپلو ځانګړو څېرو سره په چوكيانو باندي ناست وْ او ټولو يو بل ته لا خو دَ حېرت په سترګو كتلو .. لا بيا دَ سترګو په جنګولو كي هر چاته دَ يوهْ نا يوهْ سره دَ خپل خپل نوعيت تړون مطلوب وْ نو ځكه ما هم په بس كي شاوخوا سترګي ځغلَولې
چپ له يوې زَړې غنم رنګي هندَوي ، چې نوم يې تر دې وخته لا زما نه وْ زده .. نور ټول يا خو پيتان وْ، يا بيا سرهْ سپين او هغه هم زياتره په كي لا دَ مخه جوړه شوي وْ –
خېر.. دَ غوره شوي پروګرام په سمه دَ اِن سائيټ بس په لندن ښار كي دَ كنګزكراس نامي علاقې دَ ريان هوټل څخه مخته روان شو - نو دَ سرخريلي ډرائيور سره مخته په كيڼ لاس خوا كي ناستې اسكارټ مائيك خلې ته وَنيولو او واي ..
" زه Darke Joana ستاسي ټوْر منېجر يم اوډرائيور مسټر رچرډ دَ Insight له خوا په دې اووه ورځني British Vista ټوْر كې تاسو ته دَ سهار سلام ورسته ښه راغلى وايم - دا ټوْر چې كوډ نمبر يې1257/036/A دى او دا له لندن څخه تر لندن پوريي ټرپ به دَ عظيمې برطانيه دَ درو رياستونو لكه انګلېنډ، سكاټ لېنډ او وېلز په سېل باندي اړه لري او دا مي خوائيش دى ، چې تاسو دا ټوْر انجواى كړئ "
دومره وئيلو ورسته يې بنډل دَ نقشو راواخيستلو او هر كَس ته يي يوه يوه نقشه (Map of Great Britain & Ireland) په لاس كي چې څنګه وركوله ، نو په بس كې ناستو هم خلې وَكړې او دَ نقشې په بهانه تر خپلو خبري هم پئيل شوي
په خپل وار چي تر ما راورسېدله ، نو نقشه

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)