Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗». Author Afzal Shauq
شوى وْ مخته كه څه هم هغه ځوان زما په موجودګي كي خپل عمل پوره كولو سره سره خپل حال څه ، چي دَ مور او پلار دَ بېلتون او دَ خپلي شل كلني خور وينډي ، چي دَ هغه له كوله په يونيورسگتۍ كي دَ سبق وئيلو پرته په يو ګارمينټس سټور كي كار هم كوي ذكر په ډېر وياړ كولو
"هغه څوك وْ؟
هغه ستا مېلمه وْ؟
دا هغه سوالونه وْ، چي هغه شپه دلاندي په لابي كي دَ تاش كولو په وخت مستي سُوليوان ، كېوين او بارلي په وار وار كولو خو ما چي به هرڅه هرڅه په ځواب كښۍ ورته وئيلو، خو هغوئ خندلو ګوره چي ولي ؟
_____
دَ 26م اپرېل كال 1996 په سهار دَ عظيم خداى په حضور كي دَ سجدې لګولو ورسته دَ هوټل دباندي وَوتم او دَ هوټل وَ ښي لاس ته په جوړ واكنګ ټرېك باندي په تېزو قدمونو هغي خواته روان شوم ، چرته چي دَ لوبو يو غټ چمني ميدان وْ دې وخت زما په چپه څه دوه درځنه ښځي او سړي لګيا وْ جوګنګ ئي كولو كه څه هم زه په هغو كي نابلده وم او هر يوه ماته ډېر په حېرانتيا كتلو، خو ما هيڅ باك په كي نه وَهلو بس په منډو او ورزش كولو اخته وم
پاوْ بالا اووه بجي سهار دَ ضروري تياري دپاره دَ خپلي خوني په باتهـ روم كي لمبېدم، چي ناببره راباندي دروازه خلاسه شوه او يوه چټه پېغله چي څومره په څرپي راننوتي وه ، نو په ما يې سترګي نښتلو سم دستي ورسته داسي په نرۍ چيغه شاته وَدانګلو.. لكه زه چي انسان نه ، بلا وم او دا به خورم ما وئيلو ، چي دا به له خوني څخه هم په منډه وتي وي خو چي څنګه زړَور له باتهـ روم څخه راوَوتم نو دغومره په چټكۍ زه هم بيرته دَ شاته غبرګ ځكه شوم ، چي دَ جامو په ځاى مي تشه توليه په ځان راپېچلي وه لاكن په ځاى دَ دويمي چيغي هغې كټ كټ وَخندلو او زه لا دننه وم ، چي ژغ يې راباندي وَكړو..
" سوري سر.. ماوئيل ، كه تاسي وتي ياست او خونه خالي ده ولي چي دَ دروازې د باندي دَ "مېك اپ روم" كارډ لګېدلى وْ"
" لاكن ما خو برايه شپه دَ " ډوناټ ډسټرب" كارډ په دروازه كي راځڼولى وْ"
دَ باتهـ روم څخه راختلو په وخت چي څنګه دَ دې دَ خبري په ځواب كي مي داسي وَوئيلو، نو دا په عاجزۍ واي ..
" سر.. تاسي ئې خپله كتلي شئ "
او واقعي ، چي دا په خپله خبره كي صحيح وه غلطى دَ دې نه .. زما وه ځكه مي سوري ورته وَوئيلو او هغه دَ خوږې موسكا ورسته له خوني وَوته
_____
اتهـه نيمي بجې سهار موږ په بس كي له هوټل څخه چي مخته كوچ كولو، نو نرى نرى باران هم ورېدلو او زړه مي غوښتلو چي ځه وَليكم كله چي بس په شنو ناوْ كي دَ غره په سر باندي مېښته كلي Builth Wells سره لاندي تيرېدو، نو جوْنا وئيلو..
" دا ښائيسته كلى په دې سيمه كي واحد كلى دى ، او زياتره خلګ دَ شاوخوا دَ كلو څخه ورته راځي ځكه خو په كي دَ ټرېفك جام مسئلې زياتي وي"
له دې ټاوْن څخه ريور وائيRiver Wye ) ) نامي درياب كه يوې خواته دَ سړك وَ كيڼ لاس ته تر ډېره پوري راسره سره بهېدلو نو بلي خواته دَ غرونو په شنو لمنو كي تر ليري ليري پوري دَ پوسُونو وَړې او غټي رمې هم ښكاره كېدلي
" دَ وېلز قدرتي مناظر دَ ستائيني وړ ځكه دي ، چي درست رياست په شنو ناوْ كي اّباد دي او بل څومره پُوسونه چي په دې رياست كښى سترګو ته ښكاري خيال دا كېږي ، چي په دې شمېر به په ټولى دَنيا كي نه وي"
جوْنا چي دا خبري كولې ، نو مي يوې رمې ته پام شو چي پوسونه ئې دَ ښي لاس په غره كي په خپلو جوړو نرئيو لارو چي ختلو، نو دې خبري ته مي پام شو، چي وئيل كېږي ..
" انسانانو په لومړي ځل وَ غرونو ته دَ ختلو او دَ لارو پرانستلو هَنر له بودَګانو زده كړى وْ "
دَ ټالګرتهـ نامي ټاوْن ورسته په ښائيسته ناوْ كي چي بس مخته روان وْ، نو ما هم دَ دې ښكلاګانو تر اثر دلاندي دا نظم په ډائرۍ كي نوشته كړو..
" بس يو خوب دى
چي يې وينم
زه په ويښو سترګو باندي
ګنى داسي بربنډه حسن
او ښكلا دَ كائنات خو
په نصيب نه وي دَ مړو"
نظم چي مي نوشته كولو، نو بس دَ Abergavenny ټاوْن وړوكي بازاراو كېټل ماركېټ نامي علاقې چي دَ كتلو وړ وې څخه تېرېدلو دَدې ټاوْن څخه څه مخته چي جوْنا زموږ پام دَ يولسمي صدۍ دَ كومي زړَې ماڼۍ په لور را اړَولو، نو هغه ارومرو داسي مونېدله ، لكه چي بس يو څو كاله له مخه جوړه شوي وي ځكه خو يې ماته دَ خپل هېواد سركاري ودانياني او روډونه راپه زړه كړلو، چي كه يې څه هم مرمت په هر جون كي په ډېره باقائدګۍ سره كېږي خو بيا هم دَ نرئيو بارانونو توان نه راوړي
لس بجې خواته چي موږ دَ Mon mouth Raglan نامي ځاى څخه په بائي پاس باندي تېرېدلو، نو دَ ټاوْن دَ ښكاره پلازې ، ماڼياني او ورسره دَ بهېدونكي درياب په څنګ كي ولاړ چرچ دَ اوريځو څخه دَ نيم ښكاره لمر په رڼا كي دومره ښائيسته برېښېدلو، چي دَ سړي ايمان ورته خطاكېدو هم ځكه خو جوْنا وئيلو..
" موږ يورپئين چي څومره په لمر مئين يُو لمر هغومره له موږ څخه نفرت كوي او ځان پَټوي راڅخه
او خبره هم دغه رنګه وه ګوا هغوئ څه ، چي اوس ما لا هم وَ لمر ته سترګي ختلي وې او چي به كله راښكاره شو، نو به مي زړه غوښتلو، چي ښه ځان ورباندى ټكور كړم خو دومر بخت مي چرته وْ ؟ "
دَ اُوسك او مونټى پُول نامي ځايونه شاته پرېښولو ورسته چي زموږ مخه دَ ټينټرن په خوا وه، نو دَ ليري څخه دَ Tintern Abbey هسكي مينارې هم ښكاره كېدلې لنډا دا، چي څه وخت ورسته بس دَ هغو دوْو پلونو، چي په كي يو نوى او بل زوړ وْ او دَ برسټل چېنل نامي سمندري اوبو برسېره جوړ وْ خواته روان وْ كه څه هم دا نوى پُل څو كاله پخوا يوې فرنچ كمپنۍ جوړ كړى وْ ارومرو دَ استنبول دَ باسفورس پُل په رنګه جوړ وْ او اوس موږ دَ يو ميل په ډبري باندي دَ نوشته تحرير له رُويه چيپس ټاوْن دَ دې سړك ، ګوا په M 4 باندي بس يو څو كلوميټره مخته وْ
بس چس څنګه څنګه مخته واټنونه لنډَولو ، نو زه هم دَ انساني پرمختګ په اړه داسي له ځان سره اخته وم ..
" په ښكاره باندي كه څه هم انساني ژوند دَ سائنسي پرمختګ له سوبه ډېر وسا شوى دى، خو دې پرمختګ انسان په اخلاقي توګه له خپل معراجه راكُوز كړى هم دى ولي چي دې پرمختګ هر انسان دَ ځان په باب خواخوږى كړى او دَ بل په باب يې بې حسه كړى دى دا نه چي ګني پرمختګ ښه كار نه دى ، بلكې دا پرمختګ په مثبتو لارو نه ، بلكې په منفي لارو يُون كولو ته روږدېدلى دى او دغه وجه ده ، چي دې اّسانتياوْ په هغه كي پټ ځناور را بېداره كړى دى "
*****
په څنګه ټكودي وَستايم ؟
په برسټل چېنل باندي له ګاډرانو څخه جوړكړل شوي بېخي اوږده قفس وزمه پُل برسېره تېرېدو په وخت كه څه هم لاندي خواره واره او تك شنه سمندر په خپلو څپو كي حال نه وئيلو، خو دَ ژورتيا احساس يې كتونكي سترګي ويرَولې خامخا
" دغه رنګه نوي ډول پلونه په دُنيا كي نن سبا ډېر ليدل كېږي"
زما تر شا په چوكۍ كي له خپل ځوان زوى Mike سره په څنګ كي ناست رامون چي څنګه دا خبره كوله، نو هغه واي ..
" هو پاپا.. دا ګوره چي څويم پُل دى ، موږ ورڅخه تېرېږو"
او ما يې په زړه كي لا دَ خبري تصديق سم نه وْ كړى، چي ورسره په دې بل اړخ چوكۍ كي ناستي مور ماريلو هم ورسره دا خبره خوښه كړه او واي ..
" زويه ! ته صحيح واې، داسي پُلونه نن سبا هر چرته ليدل كېږي"
دَ رامون فېميلي ترمنځه لا په دې حقله ګپه روانه وه، چي دَ ګائيډ جوْنا ژغ هم په بس كي خپور شو او واي ..
" دا پُل كه وَوايم ، چي دَ انګلېنډ او وېلز تر ميان بارډر هم ګڼل كېږي نو غلطه به نه يم ولي چي ټاپو وزمه وېلز رياست شاته پاته شو او دې وخت موږ بيرته دَ انګلېنډ په خوا روان يُو كوم چي دَ ژبي او ژوند ژواك په اړه دَ هغو خلګو دَ مسكن ځاى ګڼل كېږي ، چي پخوا هم دَ ستائيني وړ وْ او اوس هم بلل كېږي"
په دې خبري كي شك هم نه وْ دلته معامله ده هم دغه رنګه، ګوا څومره چي دَ دې سيمي خلګ په مغربي او مخته وتي انداز ژوند كوي هغومره په خپل ژواك ولاړ او ټينګار هم كوي ژبه دَ دې ځاى دَ خلګو انګلسي نه وه ، خو په انګلسۍ بېخي زيات مئين هم نه ښكاره كېدلو په درست بس كي په دې خبرو باندي كه څوك شرمنده وْ، نو هغه شاهد چي زه وم ؟ ولي چي نورو خو په خپل خپل ځاى دَ قامي پت له سوبه سترګي لوړي ساتلې او ماته خپل هغه پښتون ، چي پرون يې سندري نورو قامونو لا وئيلې، خو نن هغه تاريخي غښتلى په سيالانو كي دَ نوم اخيستلو وړ نه ګرځي نو حقه خبره ده، چي ما به په ځان كي تُوكلو پړده مي په دې خبري كي وه، چي پټه خله كښېنم او دا هغه لمحې وې، چي يو ځل بيا په خيالونو كي له مانده او ناوسه سوچونو سره ملګرى دَ تخيل په سېند ورګډ شوم او دا نظم " هر چا دى په زړه كي بل ته غل ساتلى" مي ډائرۍ ته وسپارلو
جونا چي ژغېدله ، نوپه خپل خپل وار مي دَ Avon mouth او Portishead نامي ټاوْنونو شاته په ښي لاس پرېيښي وْ او بس په موټروې نمبر 5 باندي دَ برسټل په خوا رهي وْ
" دَ ګلاسټرشائر په علاقه كي دَ اېون درياب په غاړه پراته ښار، چي دې وخت يې موږ په ډېرو تنګو او په لږو پراخو سړكونو باندي مخ په وړاندي روان يُو دَ يوې غټي بندرګاه بريسټل په نامه په نړۍ كي نوم لري دا ښار كه څه هم يو صنعتي ښار دى او دَ روډ دواړو څنډو ته خورا ډېري كارخانې لري .. چي په كي دَ كېميايي شيانو، كاغذونو، بسكوټونو او دَ څرمنو دَ فابريكو په چپه دَ جهازسازۍ كارخانې هم ګډي دي"
په دې ښار كي ټرېفك بلا زيات دى خو داسي بې طريقې نه ، لكه زموږ په ښارونو كي چي دى دَ غرمې پنځه منټه بالا يولس بجې وې ، چي زموږ بس له دې ښاره وتلو ته لاره دَ موټروې په خوا لنډَوله لګيا وْ
_____
دَ بريسټل څخه رك تر Cheddar نامي ټاوْن پوري په بس كي داسي چپه چپيا وه ، لكه مَړي چي په سيټونو ناست وي او ځينو خو ستړګي هم پټي كړي وې نو ځكه ما هم سترګي دَ څو لمحو دپاره پټي كړې

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)