Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗». Author Afzal Shauq
، كه څنګه ؟"
زما دَ دې طنزيه پوښتني په ځواب كي هغې په دواړو لاسو كي زما لاس خپلي سينې پوري نيولو په وخت په ډېره ماته خله وَوئيلو..
" منم.. هو زه منم ، چي ما او كېلي لتا سره ډېر بد كړي دي خو نن زه غواړم ، چي لتا مافي ..."
" معافي ... هغسي معافي؟"
" يَه يَه دې ځل ما خپل دوسته وَګڼه او زه دَ خپلو كړو په بدل كي يوه تحفه هم دركول غواړم"
" تحفه ..؟"
كه څه هم دا لفظ زما له خلې نه راوَوتلو، خو دې وخت ما دَ هغې دَ وجود لمس دَ خپل نيول شوي لاس له لاري محسوس كړو او غلى غوندي ورسره په بار وزمه تك توركاوْنټر سره جوخت په دنګو چوكۍ باندي كښېنستم او په وار وار مي په غلو سترګو ورته كتل پئيل كړو لا نور نور به مي دَ هغې دَ تحفې وَ توري ته رقم رقم ماناګاني موندلې، چي هغې له پرس څخه يو باكس راايستلو ورسته زما په لور څه راوَغزولو، چي په ټولو سنهري خيالونو باندي مي اوبه تېري شوې او...
" دا واخله ګهړۍ دَ هغې ګهړۍ په بدل كي، چي تا.."
" مننه ... لاكن څه؟ "
" څه؟"
يو دم مي په ځان كليمه وَوئيله او دَ مات زړه خبره مي په ګېلې كي داسي واړَوله ..
" زه خو ستا په دې پېغلتوب افسوس كوم"
" هغه څله ..؟"
هو كه څه هم له نوي سره مي بيا ورباندي اعتبار كولو ته حوصلې لويَولې خو دَ هغې دَ دې " څله" په ځواب كي ورته وايم..
" ستا ښكلا او دا عمر... دَ غلا او شُوكوَنو خو نه دى؟"
" ما درته وَ وئيلو چي زه بخښنه غواړم اوس كه ته بيا هم ما نه ماف كوې ، نو زه به بيرته لاړه شم"
او څنګه چي يې وړوكى بېګ بيرته اوږې ته اچولو، نو ما لاس ور واچوَلو او كښېنوله مي داسي په موسكنۍ خبره ..
" اوكې اوكې ، زاړه به هېرَو اوْ نوي به .."
" او له نوي سره به .. ستا په خيال څه كوْ ؟"
دَ هغې په سپينه څېره يو دم سرخي راغونډېدلو ورسته يې دا خبره زما له خبري سره څه وَګنډله، چي لاس يې هم دَ دوستۍ په نيت راوَغزَولو او مخته بيا زه وم اوهم هغه وه... چي تر ډېره مو په خلو باندي كمي او دَ سترګو په اشارو ډېري تړلي غُوټي پرانيستلو سره سره يو بل ته لاري هم تر هغه وخته پوري غزَولې، چي هغه په ځان كي ماته او زه په ځان كي هغې ته نه وم مات شوى
_____
" ځو به دباندي، چي څه درباندي وَخورم"
ګهړۍ چي څنګه لس نيمو بجې ماخستن ته ستني وَرسولي، نو نتاشا له ولاړېدلو سره سمه داخبره څه وَكړه، چي زه يې هم تر لاس وَ نيولم او ولاړ يې كړم بيا نو څه وْ ؟ زه او هغه څنګ په څنګ له هوټل څخه دباندي راوَوتو او په ټېكسي كي كښېنستو او راته بيا راته واي ..
" درځه دباندي ، چي سېل دَ لندن درباندي وَكړم "
او بيا په ټېكسي كي كه څه هم دا په وقفو وقفو ژغېدله خو زه چپ وم او دا وام راڅرمه شوى وْ، چي چرته خو مي بيا لوټلو ته نه وړي ؟ هو دا خو هغه وسواس وْ، چي زه يې وَ هغې ته نيږدې نه پرېښولم او په رقم رقم سوچونو يي " حقه دا، چي حقه وايم.. خفه كېږې" نامي نظم سازَولو باندي وَ هم پارولم
په بېلابېلو هوارو، لاكن بې رونقه روډونو باندي منډه وهلو ورسته چي ټېكسي دَ نتاشا په ويناپه يو بارونقه علاقه كي وَدرېدلو، نو دَ ميټر په سمه پيسې وركولو دپاره چي څنګه ما بټوې ته لاس كړو، هغې ډرائيور ته وئيلو..
" دَ دې سړي پيسې چي وانه خلي "
او ډرائيور شاته مخ را اړَولو ورسته پوښتنه وَكړه ..
" دا ستا مېلمه دى؟"
" يَه دا زما بوائ فرېنډ دى"
بوائ فرېنډ يې داسي وَوئيلو،لكه زه چي دَ هغې له مودو راهسې يار وم او وه هم داسي خبره، ولي چي هغې اوس غوښتلو، چي خپلي ټولي تېروَتني زما مخي ته صفا كړي وايم كه زه لږ كمزوره وى، نو هغې به نن خپله هره خوښه ناخوښه هم څو څو ځله راباندي منلي وى دا زه هم منم چي ايمان يې ښه مزېداره راته كچه كړى وْ او هغې ځانته مات كړى څه،چي زه يې هم تر ډېره هانده په رضا شوى هم وم خو بيا مي هم دا هڅه كوله،چي فاصله وَساتم دَ هغې دَ غاښَورو خوائشاتو او دَ خپلو خواپاكو احساساتو تر ميان،چي تر خپلو متصادم نه شي
دَ څه سېل كولو او په يو غټ رېسټورېنټ كي هغې دَ خواړو ښه لوى بل په انګرېزي هوډه پرې كولو ورسته ، زه دَ ماشوم غوندي تر لاس نيولى دَ لندن په فټ پاتهونو باندي يوې بلي خواته ګرځولم نه يوازي دا، بلكې هغې پېغلي اوس خبري تر لاسو هم رسېدلي وې او داسي نيږدې نيږدې راته كېدله ، لكه هغه چي نن هغه څه هم كول غواړي .. كوم چي هغې زما دَ ډالرانو په لالچ كي په ګلاسګو كي نه وْ كړي زما ښه په ياد دي ، چي ما ځان نه وركولو، خو هغې كله ماته منله اّخير خودَ لوى بادار لُور وه ، چرته يې داسي په اّسانه ماته منله هم دغه خو وجه وه، چي ما هم خپلي ماتي ته دَ ګټي بڼه وركوله او ورته وار په وار نور نور اوبه كېدمه لګيا وم
كه څه هم زه ښه خبر وم ، چي نتاشا په خپلو كړو تېروتنو باندي پشېمانه وه، خو ما خپل ټول Valueables لكه پاسپورټ ، ټروېلرز چېكونه او نور كاغذات له اوله لا دَ هوټل په لاكر كي ايښي وْ په دې وجه خو ورسره ډېر په لوى زړه روان وم
" چرته خو مي بيا.."
" هو.. اغوا كوم دي "
زما دَ سوال په ځواب كي دَ هغې دې شوخ ځواب كه څه هم زه وېرَولى نه وم ، لاكن دا خبره يې مزغو ته ضرور رادننه كړه، چي دا نن يې راته ګوره چي بيا كوم سُوى غلى كړى دى؟
" دا نور مخته خرڅونه په ما.."
ما لا خواست سرته نه وْ رسولى، چي نتاشا زه په څُوك وَوهلم او راته په شوخه لهجه كي واي ..
" دا دَ نن شپه ستا په نوم ، څه چي خورې هغه په ما"
" انګرېزه او دومره بولډاله ..؟"
" ولي نه .. تا تر اوسه ليدلي څه دي، موږ چي څوك خوښوْ، نو بيا ټولي پُولي ولانګو"
دا خبري چي يې كولې، نو ماته داسي محسوسه شوه ، لكه هغه چي په خپل حال كي نه وي نو ځكه مي ورته وئيلو..
" هو ، ته درست واي او اوس خو نيمه شپه ده ، درځه دَ خور كره دي وَرسوم"
" ته به ما رسَوې ؟ هان.. ولي زه خپله نشم تلى؟"
" تلى شې .. تلى شې ، لاكن هغه اوسېږي چرته"
" په پيكادلي كي"
او ما سم دستي يو ټېكسي وَ درَولو او دا مي په كي كښېنوله ، خو زما دَ بېخې ضد كولو ورسته هم هغې زه په ټېكسي كي له ځان سره نه كښېنولم او ټېكسي ډرائيورته واي..
" پيكادلي ته درځه"
او بيا ماته مخ را اړَولو ورسته په ستړي لهجه كي يې وئيلو ..
" ګوډ نائټ ډئير.. سبا به سره وينو اوكې "
او بيا يې څو واره لاس له ټېكسي څخه را وَ ايستلواو بائ بائ يې راته وكړو ما هم شكر وَكړو او په بل ټېكسي كي هوټل خواته روان شوم په داسي سوچ ، چي ..
" دا خلګ دَ خپلو خواهشاتو مرئيان دي او په هر قيمت يې تر سره كوي"
بيا مي دَ نتاشا وَ دې پښتني طرز هوډي ته پام داسي واويښتو..
" .. نو هغه څله دلته راپسې راغله ، هو.. كه غله وه؟"
او مخته دَ هغې څېره او شوخياني وې او زما سوچونه ، چي ځواب ته يې لاري پرانيستلې ګوا ما دا ګڼلو، لكه هغه چي زما په هغو ښكنځاګانو، چي ما ورته په ګلاسګو كي كړي وې او دې ته مي په غټو غټو تورو كي غله هم وئيلي وْ په زد ځان سپينَولو ته راغلي وي .. او ځان يې سپين هم كړو
_____
ولاړ خو وم په هېتهرو ائيرپورټ كي،خو دَ بورډنګ كارډ ترلاسه كولو دپاره په كتار كي ځكه نه،ولي چي دَ جهاز ټكټ راڅخه ورك شوى وْ او دَ كوټ پتلون او راسره دَ بېګو جېبونه مي پلټلو راپلټلو لاكن ټكټ مي چرته هم نه كړو پيدا او نه له ما هيچا دا پوښتنه كوله چي زه په كوم عذاب كي ورګېر يم هرڅوك په خپل كار بوخت وْ او بلكې يو نيم لا راباندي وَهم خندلو هم ځكه خو مي چاته حال نشو وئيلى هو،كه څه هم بلي خواته په سپيكرانو باندي دا اعلانونه كېدلو، چي
" الامارات ائيرلائن ، چي له لندن څخه دَ دوبۍ په لور تلونكى جهاز تللو ته تيار دى له مسافرانو څخه خواست كوْ، چي هغوئ دي ډيپارچر لاونج ته ځانونه وَرسَوي "
په دې اناوْنسمنټ باندي مي زړه چي څنګه حلق ته راغلو او بدن مي رېږدېدلو لګيا وْ، چي سم دستي ورپسې دَ يو بل اعلان ازانګې په سپيكرانو خپرېدل پئيل شوې
" فائنل كال ... مسټر افضل شوق چي په الامارات انټرنېشنل ائيرلائن كي دوبۍ ته ځي څخه خواست كېږي ، چي هغه دي ژرتر ژر ځان جهاز ته وَرسَوي ، ګني ....."
اعلان لا كېدو، چي په يو دم سپك راكښېنستم، او څه ګورم ؟ چي زه په هغې صوفې كي غزېدلې پروت وم - چرته چي ما برايه نيمي شپې خواته دَ خوب نه راتللو له سوبه ډائرۍ ليكله ګهړۍ ته چي مي وَكتلو، نو په كي دَ سهار اووه منټه بالا اتهه بجې وې او تاريخ 28م اپرېل 1996ع
نن په 2045 بجې ، ګوا پاوْ كم نهه بجې ماخستن زما فلائټ وْ دَ دوبۍ دپاره دَ سهار نارى كولو ورسته مي دَ شيانو تړلو ورسته يو ځل بيا دَ نتاشا انتظار شروع كړو نو ځكه خوكله به لاندي لابي ته كُوز شوم او كله به بيرته تر خوني پوري بالا وَختم او دغه رنګه دَ ګهړۍ ستني مخته څكېدلې لګيا وې څومره ګران وي انتظار ؟ دَ دې خبري تريخ احساس په خپل ځاى ، خو ما نه هم غوښتلو، چي وخت دي تېر شي لاكن وخت وْ، چي مخته روان وْ، او بلي خواته هري تېرېدونكي لمحې زه نور نور دَ محرومۍ له عذاب سره مخامخ كولم
او چي كله څلور بجې شوې، نو مكمل مايوسه شوم سامان مي غاړي ته كړو او په ټېكسي كي دَ نيږدې مېټرو سټېشن په لور رهي شوم يوې بلي خواته مي دَ لېوني غوندي كتلو او دا ګمان مي كولو چي كېدلى شي ، چرته يې وَوينم لاكن هيڅ نه چپ له مايوسي ..او بيا چي دَ پېډانګټن مېټرو څخه په لس منټو كي دننه دننه زه په Hammersmith & city لائن ټرېن كي ولاړ بيا دَ Royal Oak سټېشن په خوا روان وم او دا زېر زميني رېل ګاډۍ دَرائل اوك ، وېسټ بورن روډ ، لېډبروك ګرو ، لېټيمر روډ ، شېفرډ بوش او ګولډهاك روډ نامي مېټرو سټېشنان په خپل خپل وار شاته پرېښولو ورسته چي هېمر سمتهـ نامي ټيوب سټېشن ته ورسېدله ، نو دَ رېل ګاډۍ څخه كُوز

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) - Afzal Shauq (read books for money TXT) 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)